کابل /دلړم ٢٧مه / باختر :
٦ وسله وال طالبان په هلمند کې له پوليسو سره په جګړه کې وژل شول .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو يوجګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه په ګرمسير ولسوالۍ کې ووژل شول.
هغه وويل : وژل شويو کسانو غوښتل دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان يرغل وکړي . چې دنورو پوځيانو له خوا پرې بريد وشو .
ويل کېږي په دې جګړه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دهلمند پوليسو له ګڼ مېشتو لارو څخه داتو ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
ددغوماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل