فرهنګ

د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته جوړه شوه

کابل / د چنګاښ ۲۴ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ نن د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د ناستې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې د واټونو نومول د کمېسيون له کړنلارې سره سم ترسره شي او د واټونو په نومولو کې د هېواد جګپوړي، علمي او فرهنګي شخصيتونو ته زياته پاملرنه وشي.
وروسته د ناستې غړيو په مرکز او ولايتونو کې د واټونونو د نومولو پر ٧ مواردو خبرې وکړې او په هر مورد کې يې تصميم ونيو.
پاى ذ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته