امنیت

د کابل يو تن اوسيدونکى د وژنې په تور ونيول شو

کابل – باختر د ورى دمياشتې ١٧
دکابل پوليسو د يوې کورنۍ د غړو د وژنې عامل ونيوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي وويل چې نيول شوى سړى جان آقا نوميږي او په هغه باندې د خپلې ميرمنې، ښينې، خواښې او د اوښى د وژلو تور لګول شوى دى.
د کابل ولايت د امنيه قوماندان د څرګندونو له مخې: نيول شوى سړى لومړى خپل اوښى د کارته پروان د دويمې برخې په ساحه کې وژلى او دوه ورځې وروسته يې خپله ميرمن، ښينه او خواښې د قلعه زمانخان  په ساحه کې هم ووژل او خپله د بلخ ولايت ته وتښتيد چې د پوليسو له خوا په دغه ولايت کې وموندل شو.
دغه راز د دغې قضيې په اړوند څلور تنه نور هم نيول شوي دي.
د کابل ولايت امنيه قوماندان وويل: دغه قضيه د کورنى تاوتريخوالي زيږنده ده.
په همدې حال کې دکابل امنيه قوماندان وايي چې د تيرو دوو اوونيو په بهيرکې ٢١٢ تنه د١١١جنايي پيښو په اړوند په کابل ښار او شاوخوا سيموکې نيول شوي دي.
په ٣٠ تنو نيول شويوکسانو د وژنې په پيښو د لاس لرلو تور لګول شوى او په ٦٦ تنو نورو د غلا په پيښو د لاس لرلو تور لګول شوى دى او په تور ونيول شويوکسانو د نشه يي توکو او د الکولي مشروباتو د قاچاقو او لوټمارى تور لګول شوى دى.
دغه راز د همدې مودې په بهيرکې ١٨٠ تنه نور د لنډغړى په تور په لنډمهال ډول بنديان شول چې وروسته د هغوى د کورنيو او د ګذر د وکيلانو په ژمنه آزاد شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته