نړۍ

دچين له خوا له جګړې وروسته دعراق دتيلو دلومړني نل ليکې جوړول

پيکينگ دچين  راډيو باختردزمري دمياشتې  ٢١ :
دچين دتيلو اوګازو ملي شرکت اعلام وکړ دعراق دميثاق دتيلو نل ليکه چې له جګړې وروسته ددغه هېواد دتيلو لومړني نل ليکه ده په همدې اوونۍ کې په رسمي ډول جوړ شو.
دتيلو دغه نل ليکه د ٢٧٢  کيلومترو په اوږدوالي اوپه کال کې  دپنځو سو مليونوټنو تيلو دليږدونې ظرفيت لري  چې دچين دتيلو او ګازو دملي شرکت له خوا جوړه شوې ده  چې دعراق له جګړې څخه وروسته  ددغه هېواد دتيلو دليږدونې ستراتيژيک اواتوماتيک لومړني نل ليکه ده.
څيړونکي په دې باور دي چې دغه نل ليکه دعراق دجنوب دتيلو دليږدونې په لاره کې مهم رول ترسره کوي  اوله اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي.
دعراق دولت هم دغه پروژه له عراق سره دچين ددوستي اوهمکاري دژورتيا لپاره ښه نمونه وبلله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته