امنیت

دماين دچاودنې له امله دهلمند دسولې دشورا درييس وژل کيدل .

کابل باختر د ثور يوولسمه :
دهلمند ولايت دسولې دشورا رييس دماين دچاودنې له امله شهيد شو.
په دې پيښه کې چې نن له غرمې مخکې رامنځته شوه ددغه رييس دوه تنه ساتوونکي هم شهيدان شوي دي  او دپوليسو څه ناڅه څلور تنه مامورين ټپيان شوي دي .
پيښه نن له غرمې مخکې په لسو بجو او ٣٥ دقيقو دکرشک ولسوالۍ ديخچال  په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دهلمند دسولې دشورا درييس معلم
شاه ولي دسپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ  کړى شوى ماين وخوت .
دهلمند دوالي ويندوى محمدعمر ځواک باختر اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دهلمند د سولې دشورا رييس له دوو تنو ساتوونکو سره يې شهيد شوى او دپوليسوڅلور تنه مامورين چې دده ملګرتيا يې کوله ټپيان شوي دي .
  معلم شاه ولي دهلمند ولايت دمرستيال مسعود بختورپه ګډون دنوروسيمه ئيزو مقاماتو له کاروان سره دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دمراسمو لپاره په ګرشک ولسوالۍ کې  دناټو دپوځيانو کمپ ته روان و چې له چاودنې سره مخامخ شو .
وسله والوطالبانو له دغې چاودنې وروسته دهلمندولايت دسيمه ئيزو مقاماتوپه کاروان بريد کړى  دى .
  خو دهلمند دوالي ويندوى  وايي چې په دې نښته کې ددغه ولايت مرستيال اوملګروته يې زيان نه دى اوښتى .
  ويل کيږي چې دهلمند دامنيتي حالت په ښه والي کې دمعلم شاه ولي رول ارزښتناک و .
  ده تراوسه پورې په نه ستړي کيدونکو هلوځلو سره دوسله والو طالبانو په لسګونو سترې اوکوچنۍ ډلې عادې ژوندانه ته راستنې کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته