امنیت

دوه تنه پوليسان شهيدان شول

کابل-باختر د کب دمياشتې ٢٥
د قندهار ولايت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په يوې امنيتي پوستې تېره شپه د طالبانو د بريد له امله دوه تنه پوليسان شهيدان شول او د يوه مخابراتي شرکت آنتن هم ويجاړ کړى شو.
دغه پيښه د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د سرخ بيګ په ساحه کې رامنځته شوه چې له امله يې د يوه مخابراتي شرکت آنتن هم ويجاړ شوى دى .
د قندهار د والي وياند صميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې نه بلکې د روزګان ولايت په مربوطاتوکې رامنځته شوې ده، خو ځينو خبرځايونو ويلي دي چې دغه پيښه په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د شاه ولي کوټ ولسوالۍ يوه امنيتي خبرځاى وويل: يوې ډلې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ د سرخ بيګ ساحې په امنيتي پوستې بريد وکړ چې د نښتې سبب شو.
خبرځاى وويل: په دې جګړه کې دوه تنه پوليسان شهيدان او يو بل ټپي شو او دغه راز د افغان بيسيم د مخابراتي شرکت يو آنتن هم ويجاړ شوى دى .
ده زياته کړه: په دې جګړه کې طالبانو ته هم د سر زيان اوښتى خو د دقيق شمېر په باب يې خبرنه دى ترلاسه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته