کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٥
د يوه پاکستاني ډار اچوونکي په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: د يوه پاکستاني ډار اچوونکي په ګډون يوولس تنه وسله طالبان دغزني ولايت د ده يک ، د لوګر ولايت د خروار، د زابل ولايت د شاجوى او دفارياب ولايت د قيصار د ولسواليو په مربوطاتو کې دملي اردو د ځواکونو دعملياتو په بهيرکې ووژل شول او يو شمېر نور هم ټپيان شول.
ددغو عملياتو په بهيرکې د دښمن يو سراچه موټر چې د هاوان ماينونه يې ليږدول؛ ويجاړ شو او د درندو وسلو يوه اندازه مهمات او نور پوځي تجهيزات هم ترلاسه شول.
0 1 دقیقه لوستل