کابل باختر د غبرګولي دمياشتې ١١ :
دهرات دفوټبال د غوره ليګ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وکړ.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پړاوکې د آمو او بيګ بير ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه په يو يو ګول سره برابره پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ د اتو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې چې په دوام يې نن د صرافانو او استقلال ټيمونه لوبه کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ