امنیت

شپږ پنځوس کسان په نيمروز کې د جنايي جرمونو په شک ونيول شول

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
د نيمروز پوليسو ٥٦ تنه په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو په تړاو ونيول.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ابراهيم اميني دباختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه کسان په زرنج ښارکې په جلاجلاعملياتو کې نيول شوي دي.
اميني وويل: له نيول شويو کسانو څخه ٦ تومانچې، ٩ برچې او چړې، ١٢موټرسايکلونه، ١٦ مبايلونه او څه دپاسه يو کيلوګرام نشه يي توکي ترلاسه شول.
هغه وويل چې د نيول شويو کسانو دوسيې د تحقيقاتو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته