کابل باختر/ دزمري دمياشتې ١٤ :
له دولس کلنى څخه ښکته د فوټبال د ملي ټيم ورزشکاران نن کوريا ته روان شول.
د باخترآژانس د خبرله مخې:
د دغه سفر هدف د آسيايي هېوادونو د فوټبال په ورزشي جشن کې د ورزشکارانو ګډون دى.
د فوټبال فدراسيون فني مرستيال همايون کارګر وويل: دغه جشن کال په کال په يوه آسيايي هېوادکې جوړيږي او هدف يې په آسياکې د تنکيو ځوانانو ترمنځ د فوټبال وده ده.
دغه جشن د روان ميلادي کال د اګست دمياشتې له ٧ نيټې څخه پيليږي او د دغې مياشتې تر ١٦نيټې پورې د شپاړلسو آسيايي هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون دوام کوي.
په دې سفرکې ١٢ تنه ورزشکاران د اته کسيز هيئت ملګرتيا کوي.
د يادونې وړ ده چې له ١٢کلنى څخه ښکته د افغانستان د فوټبال ملي ټيم تېرکال په دغه ورزشي جشن کې دويم مقام ګټلى و.
1 1 دقیقه لوستل