امنیت

په ننګرهار کې دطالبانو دتروريستي ډلې له منګولو څخه ديو محصل خلاصون

کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
ديوخصوصي پوهنتون محصل خيرالله چې پخوادوسله والوطالبانو په تروريستي ډلې پورې اړوندو کسانو له خوا دکابل جلال اباد دلويې لارې په اوږدو کې تښتول شوى و ،  دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو له خوا ازاد کړى شو .
  دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  ديوخبرپاڼې په ليږلو سره  ويلي دي  انسان تښتوونکو چې  دطالبانو  په تروريستي ډلې پورې  اړه درلود  ددغه سړي  دخلاصون په بدل کې لومړى  اته سوه زره ډالره او وروسته  دوه سوه زره امريکايي ډالره غوښتي و ،  چې کورنى يې ددغو پيسو  له ورکولو  څخه عاجزه پاتې شوې وه .
دملي امنيت دلوى رياست  دمنسوبينو دهڅو او هاند له امله  دخير الله  دساتنې ځاى  دننګرهار ولايت  په  ښيوې ولسوالۍ  کې  تثبيت شو او په يولړ ځانګړو عملياتو کې  ازاد او کورنى ته يې وسپارل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته