فرهنګ

د بُست په لمن کې د مشاعرې او هنري پروګرامونو ترسره کېدل

لښکرګاه/دتلې۳۰مه/باختر
د هلمند د فرهنګي اوونۍ په ترڅ کې تېره شپه د بُست په لمن کې مشاعره او هنري پروګرام ترسره شول.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې: په دغه پروګرام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد، د هلمند سرپرست او مرستیال والي مجاهدالله صفاري او د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حمیدالله ویاړ هر اړخیزي ویناوې وکړې.
د پروګرام په دویېمه برخه کې د هلمند شاعرانو د سولې، یووالي او هېواد په تړاو بېلابېل شعرونه د مشاعرې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
د باختر اژانس خبریال زیاتوي چې د مشاعرې په بله برخه کې د هلمند پر وضعیت، فرهنګ، ننګونو او غوښتنو په تړاو تمثیلي پارچه او د سیمه ييزې موسیقۍ کنسرت ترسره شول.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت د سلاکار ډاکتر طارق رشاد په مشرۍ ۱۵ کسیز پلاوي هلمند ته د فرهنګي اوونۍ نمانځلو په موخه سفر کړی چې هلته به علمي سيمینارونه ، مشاعرې ، له تاریخې ابداتو څخه کتنه او ګڼ نور فرهنګي پروګرامونه ترسره کړي.
پای/وصال                                      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته