سیاست

تبصره

کابل باختر د کب شپاړسمه
دملګروملتو دسازمان په تور لست کې دپاکستان داستخباراتي سازمان دشاملولو په باب دهيواد دملي امنيت دشورا وروستۍ دريځ په هيواداو سيمه کې له شتو واقعيتونوسره سمون لري . داکار کېداى شي  دبنسټ پالنې دپاى ته رسولو او دتروريستي شبکو دفعاليتونو دبنديدو سبب شي .
  دباختراژانس مبصر ليکي  په دې وروستيو وختو کې دهيواد دملي امنيت په شورا کې مقاماتو دملګروملتو دسازمان په تور لست کې دپاکستان داستخباراتي سازمانونو دشاملولو غوښتنه وکړه چې دطالبانواو دتروريستي ټولنو دملاتړيزو شبکو په توګه فعاليت کوي او په عملي توګه دخلکو سوله ييز ژوند په خطر کې اچوي او دخلکو ملي ګټو ته يې زيان  اړولي دي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت دملګروملتو دسازمان دجامع الحقوق غړي په توګه درې حق لري چې په هيواد کې دثبات داعاده کولو داتباعو دحقوقو دساتنې اودملي ګټو ددفاع لپاره  له هر امکان څخه استفاده وکړي چې د ډار اچوونکو فعاليتونو مخه ونيسي ، له شک پرته په افغانستان کې ورځ په ورځ زياتيدونکې تروريستي فعاليتونه په سيمه کې داستخباراتي شبکو له ملاتړ پرته  امکان نه لري .
دسيمي داستخباراتي شبکو له ستراتيژيکي فعاليتونو دژورتيا په پام کې نيولو سره هغوى دديني مدرسو ، سياسي اومذهبي سازمانونوپه جوړولو او دتند لارو مذهبي څيرو په ملاتړ هلې ځلې کړي دي چې ګټه واخلي ، او خپلو پټو اوڅرګندو هدفونو ته ورسيږي .
په سيمه کې استخباراتي شبکې چې فعاليت کوي په عمده توګه په هند او افغانستان متمرکز دي زياتره له ځانه جوړو شويو مذهبي سازمانونو له لارې يې اراده تمثيل کړې ده .
دلښکر طيبه  ، جنګوي ، جيش محمد ، د حقاني دشبکې ، ملا نظير د ډلې او نورو په ګډون سازمانو نه نيغ په نيغه ددغو استخباراتي سازمانونو تر نظر لاندې جوړ شوي دي او له هغوى سره مالي تخنيکي اوسياسي ملاتړ شوي دي .
پخوا دملګروملتو سازمان او لويديځو هيوادونو دغه شان تروريستي شبکې په تور لست او دمالي او تسليحاتي بنديزونو په لست کې شامل کړي دي خو مهمه خبره داده چې نړيوالو سازمانونو او لويديځو هيوادونو هيڅکله ددغو سازمانونو تمويلوونکو اوچلوونکو ته پاملرنه نه ده کړي . په داسې حال کې چې ددغو تروريستي شبکو دفعاليت څرنګوالې ښيې  چې دوى تر کومې اندازي پوري داستخباراتي سازمانونو له نفوذ اوملاتړڅخه ګټه اخلي دغه راز په سيمه کې استخباراتي سازمانونو په ښکاره دروحاني کسانو په روزنې اوګومارلو  سره  تل هلې ځلې کړي دي هغه هدفو نه او پروګرامونه چې دکرکې ، کېني او وينې بوى ورکړي ، تحقق کړي .
په داسې حال کې چې نړيوالې ټولنې په تيرولسو کلونوکې په افغانستانکې په سيمه کې  دتروريستي شبکو دځپلو لپاره زيات کړاونه  ګاللي دي .
دغو هلوځلو برياليتوبونه اوناکامي له ځان سره لرلي . خو هيڅکله دتروريزم دجبهې شاته پاملرنه نه ده شوي او هغه استخباراتي مراجع چې تروريستي شبکې يې جوړي کړي او ملاتړ يې کړي دي او تمويل کړي يې دي هماغه شان پټ خو فعال پاتي شوي دي يو له هغو علتونو څخه چې تروريزم په سيمه کې ونه ځپل شو بلکې دپخوا په شان ديو ګواښ په توګه پاتي شو .
په سيمه کې دتروريستي شبکو دتمويلولو او سمبالولو په منابعو  دنه تمرکز زيږنده دي . آن په ځينو مواردوکې لويديځو هيوادونو دتروريستانو تمويلوونکې سازمانونه ددوستانو اوهمکارانو په توګه بللي دي .
په دغو بهيرونو کې دادسيمې استخباراتي سازمانونه و چې ګټه يې واخيسته په دې ترڅ کې چې له تروريستي شبکو سره ملاتړ ته دوام ورکړ بلکې په زياترو حالاتوکې يې له خپلو خوځښتونو څخه سياسي اومالي ګته پورته کړه دتروريزم دجبهې ترشاه دحالاتو په نسبت  بې توپيري په دغه هيواد کې دزرګونو تنو افغانانو او دلسګونو تنو بهرنيو عسکرو دوينې په بيه تمامه شوه اوس چې تروريستي ګواښونه دپخوا په شان پرځاي دي او نړيواله ټولنه ددغه شان ګواښونو په کنټرولولو ټينګار کوي لازمه ده چې نور قضيو ته په واقعيتونو سره وګوري او نړيواله ټولنه دې په هغه  هيواد او استخباراتي سازمانونو چې دتروريستي ګړيو او دافراطي ډلو ملاتړ کوي زور واچوي چې دغه شان ملاتړ پاى ته ورسوي .
دغه شان فشاروونه يوازي دنړيوالو سازمانونو او دقدرت لرونکو هيوادونو په تور لست کې هغواستخباراتي سازمانونو دشاملونوله لاري چې دتروريستانو ملاتړيز رول لري ، امکان مننوونکې دي .
په دې ترتيب به دوسيلې په توګه له دين ، ديني مدرسو او له افراطي  اومذهبي شبکو او څيرو څخه  استفاده پاى  ته ورسيږي  له دې پرته به دغه شبکې  بيا هم په سيمه کې ستراتيژيکې  هدفونو ته درسيدو په مقصد داستخباراتي سازمانونولپاره دوسيلې په توګه پاتي شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته