امنیت

په فراه کې د ناپيژاندو وسله والوکسانو په بريدکې يو پوليس شهيد شو

کابل باختر دثور دمياشتې ٢ :
په فراه ښارکې نن سهار ناپيژاندو وسله والو کسانويو پوليس په ډزو سره شهيدکړ.
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه د پوليسو يو سرتيرى کله چې خپلې دندې ته روان و؛ د فراه ښار د عسکر آباد پله په ساحه کې د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا پرې بريد وشو او شهيدکړاى شو.
يرغلګر له ساحې څخه تښتيدلي او د هغو موندلو او نيولو لپاره د پوليسو له خوا دپلټنې عمليات پيل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې پرون هم په فراه ولايت کې يو پلار او زوى د دوو تنو موټرسايکل سپورو له خوا شهيد کړاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته