امنیت

په سرپل کې دپنځو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د ثور شپږمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
جګړه له هغه وروسته ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دکوهستاناتو ولسوالۍ بازار ته څيرمه دامنيتي ځواکونو په يوه کاروان بريد وکړ .
په سرپل ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې جګړه په کوهستاناتو ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو دسپرلۍ  په کاروان دطالبانو له بريد وروسته ونښته .
ويل کيږي چې په دې نښته کې  پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته