امنیت

پوليسو په پروان کې جنګي وسايل ترلاسه کړل .

کابل /دمرغومي  ٢٥مه / باختر :
پوليسو پرون په پروان کې يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه کړل .
دپروان دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول محمد سليم نوري د باختر اژانس خبريال ته وويل چې ددغې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره دمبارزې  پوليسو په هغو عملياتو کې  چې ددغه ولايت په سيد خيلو ولسوالۍ کې ترسره شول ددوه اتيا ملي متري توپ  دوه ګولۍ  دبي ام – ١ يوماين ، دتوغندي  ويشتونکي يوه ګولۍ ، اووه لاسي ماينونه ترلاسه شول .
هغه زياته کړه  چې ددغې  پېښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم_سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته