امنیت

دملي دفاع وزارت سرپرست له جګپوړو امريکايي او آلماني هيتونو سره په کتنه کې دملي اردو دسمبالولو دپروګرام په باب خبرې وکړې

کابل  باختردلړم دمياشتې ٩ :
دملي دفاع وزارت سرپرست پرون دامريکا دمتحده ايالاتو د دفاع وزارت له مرستيال سره په داسې حال کې چې دافغانستان اوپاکستان په چاروکې  دامريکا استازى هم حاضر و او دالمان دپارلمان ددفاعي کميسيون له غړو سره په جلا جلا توګه وکتل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبر ورکړ: ددغې کتنې په بهيرکې دملي دفاع وزارت سرپرست عنايت الله نظري دافغانستان دسياسي او امنيتي حالاتو په باب دخبرو په ترڅ کې دافغان امنيتي ځواکونودسمبالولو او وسله وال کولو په کارکې دامريکا دامتحده ايالاتو دمرستواو په تېره بيا دملي اردو دمنسوبينو دتعليمي اومحاربوي کچې دلوړولو په لاره کې د دوى دهڅو او هاند له امله  مننه وکړه او زياته يې کړه: دملي اردو ميړنې او زړور پرسونل د لوړې روحيې، قوي ايمان او دکلک عزم په لرلو سره چمتو دي چې  په مستقل ډول  دهيواد دځمکنې بشپړتيا او دخپلو خلکو دسر او مال دفاع وکړي او په هيواد کې دسراسري سولې او ثبات دتامينولو په لاره کې اوچت ګامونه واخلي؛ خوبايد وويل شي  چې په دې اړوند دنړ يوالې ټولنې دسياسي  اولوژستيکي ملاتړ د دوام هيله لرو.
په مقابل کې  دامريکا ددفاع وزارت مرستيال او دالمان دپارلمان ددفاعي کميسيون غړو دافغان امنيتي غړو دپياوړتيا هرکلى وکړ او له افغان امنيتي ځواکونوسره يې ددغه هيواد دهمکاريو او لوژستيکي ملاتړ د دوام ډاډورکړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته