کابل باختر د ليندى څلورمه :
درې تنه د نشه يي توکو له انډيو سره په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
دغه کسان پرون د روداتو او هسکې مينې د ولسواليو په مربوطاتوکې له ١٢٦ کيلوګرامه چرسو او د(کا) تابليت له انډيو سره ونيول شول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې دغه درې تنه د نشه يي توکو انډي په مهارت سره په موټرکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې يو نامعلوم ځاى ته يې وليږدوي.
نيول شوي کسان د پوليسو په لومړنيو تحقيقاتوکې په ننګرهار ولايت کې د نشه يي توکو په څو موردو قاچاقو اعتراف کړى دى .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ