ټولنه

د پکتیا دریو ولسوالیو ته د برښنا رسونې چارې پیل شوې

ګردیز باختر د تلې ۹ مه
د پکتیا ولایت ښواک، ګردې څېړۍ او وزې ځدراڼ ولسوالیو ته د برښنا رسولو چارې په عملي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د اسیا پراختیايي بانک له لوري د پنځو مېلیونو امریکايي ډالرو په لکښت سره پلي کېږي چې د اوو میاشتو په موده کې به بشپړه او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې د دغې پروې په پلي کېدو سره به په یادو ولسواليوکې پنځه زره کورنۍ له برښنا څخه برخمنې شي.
حسرت زیاته کړه چې دغه راز په مرکز ګردیز ښارکې هم د برښنا کارونه په چټکۍ سره روان دي چې په بشپړېدو سره به یې د ګریز ښار ۱۳۰۰ تیاره کورنه روښانه شي.
هغه زیاته کړه چې په نږدې راتلوونکي کې به د دغه ولایت په ډندډ پټان او ځاځي اریوب ولسواليوکې هم د سیمې په اوسیدونکو د لمرېزې برښنا وسایل وویشل شي.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکي د دغو پروژ په پیل خوښي ښايي او زیاتوي چې په  بشپړېدو سره بې د پکتیاوالو ګڼې ستونزې حل شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته