امنیت

دکونړ په سرکاڼو کې پوځي قرارګاه جوړېږي.

-کابل/ دوږي ١٥مه /باختر:
د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پوليسو د يوې سترې قرارګاه د جوړولو کار پيل شو.
دغه قرارګاه په سرکاڼو ولسوالۍکې  د وسله والو طالبانو د شتون او فعاليتونو له زياتوالي وروسته  د خلکوپه غوښتنه جوړېږي.
  د کونړ  د پوليسو يومقام باختراژانس ته وويل : ټاکل شوې ده دغه قرارګاه  د لشکي په نامه په يوه غونډۍ کې  چې يوه ستراتيژيکي  ساحه ده  جوړېږي.
د دغه قرارګاه  د جوړولو کار نن پيل شو او هيله کېږي  چې تر راتلونکو دوومياشتو پورې  ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
  د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ  په دې وروستيو وختوکې  د وسله والو طالبانو د ډلې  د شتون اوفعاليتونو د زياتوالي ډګر دى .
د سيمې خلکو له حکومت څخه  د دغه قرارګاه د جوړولو غوښتنه کړې وه .
هغوى  ډارېږي  چې طالبان  د دوى  په سيمو واکمن نه شي .
ختم- ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته