سیاست

حامدکرزي د سويډن له سفير سره وکتل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٤ :
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي د سويډن له سفير ښاغلي (پيترسمبي) سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
د افغانستان د پخواني جمهور رييس حامدکرزي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن وشوه؛ د سويډن سفير په تيرو ديارلسو کلونوکې د حامدکرزي د کارنامو يادونه وکړه او د افغانستان او سويډن ترمنځ اړيکې يې ښې او دوستانه وبللې .
وروسته حامدکرزي په تيرو کلونوکې دسويډن همکاريو او ملاتړ ته د اشارې په ترڅ کې په بېلابېلو برخوکې ددغه هېواد د مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته