اقتصاد

دمالیې وزیر د اسلامي پراختیا بانک (IDB) په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

کابل_باختر د غويي د مياشتې٢٩ مه
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي،دروان کال د غویي میاشتې په ۲۷ مه نېټه چې سعودي عربستان شاهي هیواد ته په رسمي تللې، د یاد هیواد په جده ښارکې یې د اسلامي پراختیا بانک په کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ.
د مالیې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دمالیې وزیر د دغې ناستې په څنډه کې د اسلامي پراختیا بانک (IDB) له رئیس ښاغلي ډاکټر بندار حجاز، سره په کتنه کې له افغانستان سره د یاد بانک پر مرستو، د اقینې- اندوخوی ریل پټلۍ تر څنګ د ۱۸ وړاندیز شویو نویو پروژو، د کابل پر حلوقوي سړک، بیرته راستنیدونکو لپاره د کرنې پر پروژو، د روغتونونو او ښوونځیو پر جوړیدو، د کور جوړونې پر پروژو او پر یوشمېر نورو مهمو مسایلو خبرې وکړي
ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلوونکې کې د اسلامي پراختیا بانک (IDB) تخنیکي ټیم د پانګونې فرصتونو د مطالعې په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته