کابل باختر د زمري نهمه :
څلور تنه ملکيان نن سهار دقندهار ولايت په خاکريز ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له امله ټپيان شول .
دقندهار ولايت يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل په دې چاودنه کې ددوو ماشومانو په ګډون څلور تنه ملکيان ټپيان شول .
ده وسله وال طالبان ددغه ماين ښخونې عامل وباله او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملانو د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ