امنیت

پنځه څلويښت تنه طالبان په هلمندکې ووژل شول

کابلباختر داسد٥
په هلمند کې دآيساف د جنګي الوتکو په دوو بريدونوکې پنځه څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه طالبان تيره شپه د ديشو اوخانشين په ولسواليو کې ووژل شول.
دهلمند د والي ويندوى عمرځواک نن باخترآژانس ته وويل: د وسله والوطالبانو دسپرلۍ په دريو موټرونو د ديشو په ولسوالۍ کې او د هغوى دسپرليۍ په دوو موټرونو د خانشين په ولسوالۍ کې د آيساف د هوايي ځواکونو له خوا بريدونه وشول چې په دواړو پيښوکې پنځه څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ځواک څرګنده کړه: په دغو هوايي بريدونوکې د ګلبدين په نامه دطالبانو يو مشهور قوماندان ټپي شو او يو بل قوماندان يې ووژل شو.
ځواک وويل: په طالبانو له هغه وروسته هوايي بريدونه وشول چې دنيمروز ولايت په چاربرجک په ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په وړاندې جګړه کې ماتې وخوړه او بيرته په خپلو وسايطوکې د بهيرامچې سرحدي سيمې ته روان وو.
ده وويل: طالبانو لومړى د نيمروز ولايت په چاربرجک ولسوالۍ کې په امنيتي ځواکونو سخت بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او درې تنه يې ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته