سیاست

په نړيوالو رسنيوکې د پاکستان د انتخاباتو د نتيجو انعکاس

اسلام ا باد باختر دثور٢٤
پاکستانيانو د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ نوى پارلمان جوړکړ چې دلومړنيو نتيجو له مخې، د پاکستان پخوانى صدراعظم او د مسلم ليګ ګوندمشرنواز شريف په دغو انتخا باتوکې بريالى شوى دى.
له نواز شريف وروسته د کرکټ دپخوانى لوبغاړى عمران خان په مشرۍ دتحريک انصاف ګوندچې مخکې له دې يې دپاکستان په سياسي ډګرکې دومره رول نه درلود؛ په دويم سترځواک په توګه څرګند شوى دى .
الماني ورځياڼې (دويچوله) په پاکستان کې د يو سياسي بدلون په اټکل سره ليکلي دي: دثور د مياشتې ٢١ يوازې د پاکستان دپخوانى رژيم لپاره د برياليتوب ورځ نه ده. ښايي دغه رژيم د نوازشريف د برياليتوب په نارو سوروکې ډوب شي، خو په ډاډسره هغه څه چې را منځته شوي دي؛ دغو انتخاباتو په ټولنه کې ستر بدلونونه اعلام کړل چې کولاى شي د سياسي واکمنانو مطلقه وا کمنۍ ولړځوي.
دکرکټ پخوانى لوبغاړى عمران خان چې غواړي نوى پاکستان جوړکړي؛ په هر صورت وکولاى شول دوم سياسي ځواک شي. په دې مانا چې د پاکستان دديموکراسي ښکاره بڼه چې تل د امتياز خاوندوطبقو د تسخيرنه منوونکي څوکۍ په توګه بريښې ده؛ د لومړى ځل لپاره يې درز کړى دى.
الماني ورځپاڼې (دي ولت) ليکلي دي: دا چې انتخابات دطالبانو له بريدونو سره سره د خلکو په زيات ګډون سره پاى ته ورسيدل؛ په پاکستان کې ديموکراسي د برياليتوب نښه نښا نه ده.
سره له دې هم ددغې ورځپاڼې ليکوال په دغه هيواد کې د محافظه کارو ځواکونو د ورځ په ورځ زيا تېدونکو اغيزو له امله خپله ويره او ډارڅرګندکړى دى .
امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پست ليکلي دي چې دا پوښتنه په خپل ځاى پاتې ده چې نواز شريف به څه ډول ديوې بلې کليدي مسئلې يعنې بنسټ پالنې په وړاندې دريځ غوره کړي،انتقاد کوونکي د ده په ګوند تورلګوي چې د بنسټ پالو په وړاندې انعطاف منوونکي دي او په پنجاب ايالت کې يې د وسله والو ډلو پرخلاف په جديت سره چلند نه دى کړى، هغه ځاى چې د مسلم ليګ ګوند ژورې جرړې پکې لري .
امريکا يي ورځپاڼې واشنګټن پست دامريکا د متحده ايالاتو اوپاکستان ترمنځ د اړيکو په باره کې ليکلي دي چې امريکا له لسو کلونو  راپه ديخوا پاکستان ته د پيسو د ورکولو ډيرستر هيواد دى، خو د افغانستان په اړوند ددغه هيواد نيتونو ته دشک په سترګه ګوري.
دچين خبري آژانس سينهوا په پاکستان کې د نوى حکومت په باره کې يو لړ اټکلونه کړي دي او په يو تحليل کې يې ليکلي دي چې دمسلم ليګ ګوند نشي کولاى په يوازيتوب سره حکومت جوړکړي او په دې باب په نورو ګوندونو پورې تړلي دي. دغه مسئله د اصلاحاتو عملي کول سختوي او له دغو اصلاحاتو پرته  اقتصادي وده ناشونې ده او نواز شريف په اقتصادي وده کې د پاکستان لپاره په ښه راتلونکي تګلوري کې لاره ويني ، هغه هيواد چې د بې وزلۍ او مالي فساد له امله ځوريږي او په دغه هيوادکې انسانان ناخوښ دي.
سينهوادکرکټ دپخوانى لوبغاړى عمراخان په اړوند دپاکستان په سياسي ډګرکې د نوى فضا خبرې کړې دي .
د(ټايمز آف انډيا) ورځپاڼې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره دمثپت محرک په توګه د پاکستان په پارلماني انتخاباتوکې د نوازشريف دبرياليتوب يادونه کړې ده او ليکلې يې دي چې نواز شريف په ډا ګه کړې ده چې د هند او پاکستان ترمنځ د اړيکو په باب له هماغه ځايه غواړي فيرکړي چې په ١٩٩٩ کال کې له قدرت څخه له ګوښه کيدو وروسته ځنډول شوى و. له هغه وروسته چې دپاکستان اټومي آزمايښت په ١٩٩٨ کال کې د هند اټومي آزمايښت  ته د يوځواب په توګه ترسره شول؛ نواز شريف له خپل هندي سيال اتل بهاري واجپايي سره همکاري پيل کړه چې ددواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې ښه والى ومومي. خو د ټايمز آف انډيا ورځپاڼې په نظر، نواز شريف نشي کولاى چې په يوازيتوب سره په دې باب تصميم ونيسي.
دغه ورځپاڼه زياتوي چې د پاکستان له اردو سره د نواز شريف اړيکې به ددغه هيواد برخليک وټاکي، ځکه اردو د پاکستان بهرني سياست او د امنيت اجنډا ټاکي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته