امنیت

دناټو يوعسکر په افغانستان کې ووژل شو

کابل باختردزمري دمياشتې ٧ :

دناټو يو عسکر پرون په افغانستان کې ووژل شو.

 دغه عسکر چې هويت يې نه دي په ډاګه شوي دافغانستان په جنوب کې ديوې چاودنې له امله ووژل شو.

 ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼي په ليږلوسره ددغه عسکر وژل کيدل تائيد کړل خو ددغه عسکر دهويت اودپيښې ددقيق ځاى په باب يې څه نه دي ويلي.

داپه داسي حال کې ده چې دپنجشنبې په ورځ هم په افغانستان کې په ورته پيښه کې دناټو دوه تنه پوځيان ووژل  شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته