امنیت

دوه تنه دپغمان ولسوالۍ دتروريستي بريد په اړوند ونيول شول.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
دکابل ولايت دپغمان ولسوالۍ امنيتي مرکزونو دوه تنه دهغې تروريستي پيښې په اړوند ونيول چې پرون ددغې ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوه .
يوه امنيتي مسوول چې د نامه له اخستلو يې ډ ډه وکړه دباختر آژانس خبريال ته وويل يوې ډلې تروريستانو پرون په پغمان ولسوالۍ کې دملي امنيت دسيمه ييزې ادارې په يوه ساتوونکى دتومانچې ډزې وکړې چې سخت ټپي او وروسته يې سا ورکړه.
يرغلګرو ددغه ساتوونکې دوسلې په ترلاسه کولو په بازار کې په ملکي وګړو ډزې وکړې او د بازار منشي چې يو معلول و په لرګې يې په هغوى بريد وکړ خو دتروريستانو په ډزو سره شهيد شو .
يرغلګرو دغه راز يوه ميرمن چې په ښارى موټر کې سپره وه شهيد کړه په دې پيښۀ کې يوه ميرمن ، يو دوکاندار او يو پوليس ټپيان شول او وروسته يرغلګر وتښتيدل.
امنيتي ځواکونو دهغوى په تعقيب دشپې په نهه نيمو بجو دوه تنه ددغې پيښې په اړوند ونيول يو تن نيول شوى چې دقره باغ ولسوالۍ اوسيدونکى دى اعتراف کړى دى چې په پرونۍ تروريستي بريد کې يې لاس درلود.
دغه امنيتي مسوول وويل چې قضيه دپراختيا په حال کې ده او ډير ژر بۀ نور تروريستان چې په قضيه کې لاس لري ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته