امنیت

په قندهارکې داتو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل /  دليندۍ ٢٩مه / باختر:
اته تنه وسله وال طالبان په قندهار کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان تېره شپه دجنګي وسايلو په ليږلو بوخت وو چې  دميوند ولسوالۍ بازار ته څېرمه پرې بريد وشو .
دهېواد په جنوب کې اتل قول اردو ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره وايي چې په دغه هوايي بريد کې  اته وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل: ددغو طالبانو جنګي وسايل هم له منځه تللي دي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په قندهار کې پوليسو په ګڼ مېشتو لارو کې ديوولسو ماينونو  په کشفولو سره ديولړ چاودنو درامنځته کېدو مخه ونيوله
  وسله وال طالبان ددغو ماينونو دښخولو عامل بلل شوى دى .
  ختم – عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته