فرهنګ

دهرات دزاړه ښار دتاريخي څلو دساتنې اوترميمولو لپاره هلې ځلې

کابل باختردليندۍ دمياشتې٢٠  نيټه  :
دهرات د زاړه ښار دښاري مديريت کميسيون  پرون دهرات  دوالي په مشرۍ غونډه وکړه .
په دې غونډه کې دښار  جوړولو رياست د زاړه ښار دامريت دطرحې اوتشکيل  او دکميسيون دفعاليت طرزالعمل تائيد شو.
ټاکل شوې ده  دښار جوړولو رياست  دراتلوونکي کال په تشکيل کې   په مسلکي کارکوونکو سره دزاړه ښار دساتنې آمريت  جوړ شي چې دغه مديريت به په مستقيم ډول   دزاړه ښار په مديريت کې   لاس ولري.
دغه راز دهرات ښاروالۍ رياست  هم   دتاريخي څلو دساتنې او څارنې په لاره کې  دتشکيل د جوړولو  او عملي اقداماتو په  خاطر  ددغې ادارې  تيارى څرګند کړ.
دزاړه ښار دښاري مديريت کميسيون ټينګار کوي   چې ټول تاريخي څلې دتاريخي آبداتو دقانون له مخې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ملکيتونه دي   خو ښاروالۍ او نورې اړوندې ادارې به ددغو تاريخي څلو دبيا رغاونې په لاره کې همکاري و کړي.
په دې غونډه کې دهرات والي  دافغانستان داسلامي جمهوريت  د جمهوري رياست دلارښوونو له  په پام کې نيولو سره دتاريخي څلو دترميمولو اوبيا رغاونې په خاطر داړوندو ادارو  په  ګډو هلوځلو ټينګار وکړ.
پاى ج   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته