امنیت

دطالبانو بريد شنډ او يو داعشي ونيول شو

کابل باختردمرغومي د مياشتې  ١٨:
په ننګرهار ولايت کې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دوسله والو طالبانو بريد شنډکړاى شو.
يرغلګرو نن سهار دسره رود په ولسوالۍ کې دپوليسو د ګزمې دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې دطالبانوپه دې  بريد کې دوه تنه يرغلګر ووژل شول او څو تنه نور يې ټپيان شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دداعش دډلې يو غړى په ننګرهار ولايت کې ونيول شو.
دکونړولايت اصلي اوسيدونکى شاکر په اچين ولسوالۍ کې  دپلټنې په عملياتو کې نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته