امنیت

په ننګرهارکې د هوايي بريد له امله د ديارلسو تنو داعشيانو وژل کيدل

جلال آباد باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه  :
د داعش د ډلې ١٣ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې په يوه هوايي بريدکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو پرون ناوخته په اچين ولسوالۍ کې هوايي بريد وشو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د ناتو د بې پيلوټه الوتکې په بريدکې د داعش د ډلې ١٣ تنه غړي ووژل شول.
ده وويل: دغه داعشيان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريد پرې وشو.
ويل کيږي په دې  هوايي  بريدکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو نن سهار د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو سيموکې څه ناڅه اته ماينونه کشف او شنډ کړل.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې افغان پوځيان په ننګرهار ولايت کې د وسله والو طالبانو او داعشيانو د جنګي وسايلو د دريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
د جنګي وسايلو دغه ډيپوګانې تېره شپه د کوټ او اچين د ولسواليو په ځينو سيموکې کشف شوې  او څو سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
پاى ع  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته