کابل باختر د لړم ديرشمه :
دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې څلويښت تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې وژل شوي اويا نيول شوي دي .
دغه جګړه ماران له افغان پوځيانو سره په جګړه اويا هم دقندهار ولايت په مرکز
او ځينو ولسواليو کې د ځانګړو پوځي عملياتو په بهيرکې وژل شوي اويا نيول شوي دي .
په همدې حال کې دهمدې اوونۍ په بهيرکې دپوليسو دڅه ناڅه نهو تنو ځواکونو دشهادت خبر هم ترلاسه شوى دى .
دقندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له خبريالانو سره په غونډه کې وويل ، چې امنيتي مامورين ديوې اوونۍ په دننه کې په دې بريالي شوي دي چې څه ناڅه څلويښت تنه وسله وال طالبان و وژني او يايې ونيسي .
په همدې حال کې دپوليسو يوه مقام تائيد کړه چې په همدې موده کې د پوليسو نهه تنه سرتيري هم شهيدان شوي دي . که څه هم دقندهار ښار په تيرو دريو ورځو کې ددغه ولايت دامنيه قوماندان د ترور دناکامې طرحې او په يو هوټل کې دخونړي بمي بريد په ګډون دڅو تروريستي پيښو ډګر و. خوله قندهار څخه
دناټو دځواکونو له وتلو او په هغه کې د افغان پوځيانوله ځاى پر ځاى کيدو
سره سره په دغه ولايت کې دپخوا په نسبت امنيت ښه شوى دى .
جنرال عبدالرازق وايي چې امنيتي ځواکونه له نورو نظامي واحدونو سره په همکارۍ کې په دغه ولايت دامنيت دتامينولو او له تروريزم سره دمبارزي ځواکمني لري .
دقندهار ولايت امنيه قوماندان د ده پرخلاف ناوړه ناکام قصد او په ښار کې خونړي ځانمرګي بمي بريد ته په اشارې سره وويل ، چې ددغو بريدونو تر شا دپاکستان داستخباراتو دسازمان آى اس آى لاس شته .
ده خبر دارى ورکړ افغان پوځيان چمتو دي چې د هر راز توطيې او تروريستي بريد په وړاندې مبارزه وکړي او دخپلو خلکو امنيت تامين کړي .
0 1 دقیقه لوستل