ښوونه او روزنه

په هرات کې شپږسوه زده کوونکي د ښوونځي څښتن شول

کابل / دوږي ١٣مه / باختر: په هرات کې د يو لومړني ښوونځي په جوړولو شپږ سوه زده کوونکي د ښوونځي څښتن شول د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا وزارت وياند فريدون اژند نن د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ښوونځى دولس درسي خونې، نور ضروري ملحقات او د څښاک د اوبو يوه څاه لري چې د دغه وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له لارې د هرات دکشک رباط سنګي ولسوالۍ په خواجه ګلبيد کلي کې جوړ شوى دى . ختم_ شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته