سیاست

دښځو او ځوانانو داړتياو اوستونزو دڅيړنې په اړوند يوه غونډه جوړه شوه

کابل باختر د سلواغې لسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانودچارو معين  ډاکتر کمال سادات په شتون  نن   دښځو او ځوانانو داړتياو اوستونزو دڅيړنې په اړوند په کابل کې يوه غونډه جوړه شوه .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  دغه غونډه  دسيمه ئيزو ارګانونو دادارې او داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت  له خوا  دځوانانو دچارو  دمعين ، دسيمه ئيزو ارګانونو  دپروګرامونو دهمغږى  درييس ، دولايتي شوراګانو او دمدني ټولنې  داستازو په شتون  جوړه شوه .
  په دې غونډه کې د زده کړې او  تحصيل ،  اشتغال ، دقانون نه واکمنۍ ، دناوړو دودونو او رواجونو ، اجباري ودونو ، او دعامه  نه پوهاوي په برخو کې  دښځو او ځوانانو داړتياو او ستونزو په باره کې خبرې وشوې .
  ډاکتر کمال سادات  دځوانانو دچارو دمعينيت دپروګرامونو په تيره بيا  دروزنيزو او تحصيلي فرصتونو دبرابرولو ، دځوانانو دروزنيز  پارلمان دجوړولو  او د رضاکارانو  دانلاين دشبکې  درامنځته کولو په لاره کې  ددغه معينيت  د  پروګرامونوپه باره کې معلومات ورکړل .
  ده  له ځوانانو څخه وغوښتل چې دهېواد په لرې پرتو سيمو او ولايتونوکې دښځو او ځوانانو دستونزو  دلرې کولو په خاطر دې  خپلې طرحې  دځوانانو دچارو  له معينيت سره  شريکې کړي چې په دې برخه کې  داړوندوبنسټونو په همکارى  لازمه پاملرنه وشي .
  دغه راز په دې غوڼډه کې دځوانانو دچارو معين هم  خبرې وکړې   او ددې تر څنګ چې  دښځو يولړ ستونزې په ګوټه کړې  دښځو دحالت  دښه والي په خاطر ددغه وزارت دپروګرامونو په اړوند معلومات ورکړل .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته