ښوونه او روزنه

يوسلو اتيا تنه طالب العلمان د جنت ګل له عالي دارلعلوم څخه فارغ شول

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٥ :
دالحاج جنت ګل دعالي دارلعلوم  د يوسلو اتياتنو طالب العلمانو پګړۍ نن  دزده کړې  له ټاکلې دورې له بشپړولو وروسته  وتړل شوې .
دباخترآژانس دخبرله مخې : په دغو مراسمو کې  دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار ، دحج او اوقافو وزير ډاکتر محمديوسف نيازي ،  دپوهنې وزارت  داسلامي تعليماتو معين  ډاکتر شفيق صميم  او يوشمير حکومتي مسوولينو ګډون کړى وو.
په ولسې جرګه کې  دخلکو استازى  او دالحاج جنت ګل دعالي دارلعلوم رييس مولوي محمد تره خيل دباختر آژانس خبريال ته وويل : يوسلو اتياتنو طالب العلمانو ديني زده  کړې  کړي دي او نن يې دفضيلت پګړۍ وتړل شوې او خلکو ته  دخدمت لپاره ټولنې ته وړاندې شول.
دمولوي تره خيل دڅرګندونوله مخې : دالحاج جنت ګل عالي   دارلعلوم  له نن څخه پنځه ويشت کاله مخکې  جوړ اوتراوسه پورې دوه زره تنه طالب العلمان ورڅخه فارغ شوي دي . او  اوس په دغه مدرسه کې څه ناڅه اته سوه تنه طالب العلمان په زده کړې بوخت دي چې دهيواد  له ٣٤ ولايتونو څخه استازيتوب کوي او  دهغوي دښيې زده کړې لپاره دليليې آسانتياوې  هم په پام  کې نيول شوي دي.
په دې مدرسه کې  طالب العلمان  ددينې  مسلو ترڅنګ  دنوي عصر مضمونونه  او تکنالوژۍ هم زده کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته