امنیت

په فراه کې دپنځو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

-کابل باختر دکب پنځلسمه :
په فراه ولايت کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو دهوايي عملياتو له امله پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول  نولس تنه نور ټپيان او درې  تنه ونيول شول .
  دفراه ولايت دامنيه قوماندانۍ اړونده خبرځاى د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات چې پرون  د بالابلوک ولسوالۍ دسوزنک کلي په مربوطاتو کې پيل شوي دي تراوسه پورې دوام لري .
  ده وويل:دامنيتي او دفاعي  ځواکونو دهوايي او ځمکنيو عملياتو له امله تراوسه پورې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول ١٩ تنه ټپيان او درې تنه نور له يوشمير وسلو او دوسلو له مهماتو سره ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته