ټولنه

له سيلاو ځپلو سره نغدي مرستې .

کابل باختردزمري  دولسمه :
دکونړ ولايت له سيلاو ځپلو  سره نغدي مرستې  وشوې .
دکونړ ولايت له پيښو سره دمبارزې دادارې رييس غلام علي  ثبات دباخترآژانس  خبريال ته وويل: دکونړ ولايت دخاص کونړ ، نرنک، څوکۍ ،  سرکاڼو  او دمرورې  په ولسواليو کې دسيلاونو دراوتلو له امله له ٤٤  زيانمنو شويوکورنيو سره نغدي مرستې وشوې .
ده وويل:له پيښو سره دمبارزې ادارې ٥٠٠  زره افغانۍ مصيبت  ځپلو ته  بيلې کړي دي چې په هرې کورنۍ چې  په دغو پيښو کې غړي يې ټپيان شوي دي شل زره افغانۍ  ورکول ګيږي او دغه راز دکورونو دترميمولو لپاره  پنځلس زره  افغانۍ  ورکول کيږي .
ده زياته کړه چې دغه مرستې  دزيانمنو شويو کسانو لپاره کافي نه دي او دوى غواړي چې دنړۍ دخوړو  دسازمان په ګډون خيريه موسسې  له مصيبت ځپلو سره دخوراکي توکو مرسته وکړي .
دکونړ ولايت په مرکز او مربوطاتو کې دسيلاونو دراوتلو له امله داستوګنې ٤٤ کورونه ، دبريښنا دتوليد ١٧ کوچني  دستګاوې ، دپلې لارې  يوپل او ٢٥٠ زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده .
دغه راز په دغو پيښو کې دسيمې  څلور تنه اوسيدونکي ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته