امنیت

د طالبانوڅلورغړي په پروان کې ونیول شول

کابل / د غويي ۳۰ / باختر
د ملي امنیت ځواکونو پرون د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو ۴ غړي ونیول.
د پروان د ملي امنیت یوې سرچېنې د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د ملي امنیت منسوبینو دغه طالبان د پروان د مرکز د ملایوسف د قلعه نوده او د بګرام ولسوالۍ د غلام علي بازار په سیمو کې په دوو جلاجلا عملیاتوکې ونیول .
هغه وویل چې له دغو نیول شویو طالبانو څخه یوه اندازه جنګي وسایل ترلاسه شول.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای -ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته