ټولنه

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د شیر شاه سوري جومات خطیب عزیزالله مفلح جنازې درناوی وکړ

کابل/ د غبرګولي ۲۴ مه / باختر
د افغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر رئیس شاکر کارګر او د چارو ادارې رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي یې ملتیا کوله د شیر شاه سوري جومات خطیب مولوي عزیز الله مفلح جنازې ته د احترام په موخه د سردار محمد داوود خان روغتون ته ولاړ او د شهید د دوستانو او خپلوانو سره یې همدردي وکړه.

د ملي امنیت شوار  د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ محب وویل، ترهګر اوجنایتکوونکی د علماوو او روڼ اندو کسانو په حذفولو سره نشي کولای چې معنویت او منځلارې دینداري له منځه یوسي، بلکې په دې سره نور هم د دیني روڼ اندی او ایماني پوهې ریښې زموږ په ټولنه کې غښتلی کیږي.
ډاکټر محب زیاته کړه، چې په مقدسو ځایونو برید د ټولو جنګي او اخلاقي ارزښتونو خلاف عمل بلل کیږي او د دې ډول جنایتونو عاملین د افغانستان د خلکو او حکومت د بخښنې وړ نه دي . محب وویل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دا ډول قضیې په جدي توګه څیړي او د علماوو او مسجدونو د امنیت د تامین په موخه به عملي اقدامات وکړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته