کابل باختر د لړم لسمه :
دافغانستان د وحدت المسلمين سياسي ګوند دفعاليت اجازه ترلاسه کړ ه .
دباختر آژانس دخبر له مخې : دغه سياسي ګوند دهيواد داساسي قانون د ٣٥ مادې دحکم او دسياسي ګوندونو دقانون په پام کې نيولو سره دعدليې وزارت دټولنيزو سازمانونو اوسياسي ګوندونو د سمون او څيړنې په رياست کې دثبت او راجستر پړاونه بشپړ او دفعاليت جواز يې ترلاسه کړى دى .