نړۍ

د اوکراين دولت استعفا ته حاضر دى

کيف  باختر د سلواغي څلورمه :
دامريکا د جمهور رييس بارک اوباما مرستيال  د اوکراين له جمهور رييس سره په ټيلفوني اړيکه کې ټينګار وکړ چې د اوکراين د دولت او د هغه د مخالفينو د خبرو دوام او په يوه ريښتنى تفاهم لاسبرى د بحران د پاى ته رسولو لپاره د حل يواځنۍ لاره ده .
د روسيې غږ راډيو د خبر له مخې: سپينې ماڼۍ په يوه ويناکې اعلام وکړ: د امريکا د جمهور رييس مرستيال جوبايډن د اوکراين له جمهور رييس ويکټوريانو کويچ سره په ټيلفوني اړيکه کې له ده څخه وغوښتل چې د دغه هيواد د سياسي بحران د پاى ته رسولو لپاره د سوله ئيز حل په يوې لارې د لاسبري لپاره هڅه او هاند وکړي. 
جوبايډن دغه راز په دې ټيلفوني اړيکه کې په دغه هيوادکې د نښتو او تاوتريخوالى د بندولو  لپاره د  اوکراين له جمهور رييس څخه د غوښتنې په ترڅ کې خبر دارى ورکړ چې ښايي د تاوتريخوالي دوام د واشګټن او کيف ترمنځ د اړيکو لپاره پايلې ولري.
د اوکراين صدراعظم په پايتخت کې د تاوتريخوالي له دوام وروسته د سويس په داووس غونډه کې اعلام وکړ چې دولت ددغه هيواد د پارلمان دموافقې په صورت کې استعفا ته چمتو دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته