امنیت

دبي بي سي له خبريال سره دبدچلند له امله دغزني دملي امنيت دبخښنې غوښتنه .

کابل باختر د غبرګولي  څليرويشتمه :
دغزني ولايت  دملي امنيت ادارې نن دبي بي سي له يوتن خبريال سره دخپل يومامور دبدچلند له امله دخبريالانو دمصوونيت له کميټې څخه بخښنه وغوښتله .
دخبريالانو د مصوونيت کميټې ويلي دي چې  دپنجشنبې  په ورځ په غزني کې دبي بي سي خبريال کله چې له خپل کور څخه خپلې دندې ته روان و دغزني ولايت دملي امنيت ديو مامور له خوا ووهل شو او وډبول  شو .
دغزني دملي امنيت  رياست ويلي دي  هغه سرتيري چې دغه عمل يې  ترسره کړى دى  پيژندل شوى دى او دقانون منګولو ته به وسپارل شي .
دخبريالانو دمصوونيت کميټه له حکومت   او په تيره بيا دغزني ولايت له سيمه ئيزو مسوولينو څخه غوښتي دي چې دغه پيښه تعقيب کړي او ددغه تاوتريخوالي عامل ونيسي او سزا ورکړي .
په افغانستان کې دخبريالانو پرخلاف زور زياتي له دريو کلونو راپديخوا دزياتوالي په حال  کې دى او دولتي مامورين له خبريالانو سره زيات بدچلند کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته