نړۍ

په لبنان کې د دوو چاودنو له امله دوه څلويښت تنه و وژل شول.

بيروت   باختر د وږې دمياشتې دويمه:
د لبنان په شمال طرابلس ښارکې د دوو بمونو د چاودنې له امله څه ناڅه دوه څلويښت تنه  و وژل شول او څه د پاسه درې سوه پنځوس تنه نور ټپيان شول .
يو له دغو بمونو څخه دتقوا جومات ته څيرمه او دجمعې دلمانځه له ادعا کولو وروسته چاودلى دى .
مشهور سني روحاني شيخ سالم رفيعي په معمولي توګه  دغه جومات ته  ورځي . دا نه  ده مشخصه شوې چې آريا  په دې چاودنه کې ده ته هم زيان اوښتى دى او که څنګه ؟
بل بم هم  له لومړۍ چاودنې څخه يوازې نيمه  دقيقه وروسته داسلام جومات ته څيرمه چاودلى دى . له چاودنو وروسته تور غليظ لوګي  پورته شول او تر زيات واټن  پورې د وادنيو او موټړو  ښيښې ماتې شوې .
يوه عيني شاهد ويلي دي د چاودنې سختوالي د يوې زلزلې په  اندازه   و .
په  طرابلس  ښار کې  زياتره  سنيان استوګنه لري  او شيخ سالم رفيعي دلبنان دحزب الله يو سخت انتقاد کوونکى دى او پخوايې له لبناني ځوانانو څخه غوښتې وو چې دسوريې دجمهور رييس بشاراسد له وسله والو مخالفينو سره يوځاى شي .
په سوريه کې دکورنۍ جګړې  په  دوام  په دې  وروستيو وختو کې په لبنان کې فرقه يي  اړو دوړ  زور اخستى دى .
نږدې يوه اوونۍ مخکې د بيروت په  جنوب د لبنان دحزب الله ترنفوذ لاندې سيمه کې دچاودنې له امله اووه  ويشت  تنه  ووژل  شول .
دلبنان حزب الله په ډاګه اعلام کړى دى چې د بشاراسد  د رژيم  د دفاع لپاره په سوريه کې پوځي شتون  لري.
طرابلس د لبنان دويم  ستر ښار دى او په بيلابيلو وختونو کې د فرقه يي  نښتو  ډګر دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته