ټولنه

حامدکرزي د ارزګان ولایت د چارچینو په ولسوالۍ کې د ماین د چاودنې د پیښې د یو شهید له وارث سره خواخوږي وکړه

کابل باختر د وږي د مياشتې ٢٦:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، نن له غرمې مخکې د ارزګان ولایت د چارچینو په ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا  په سړک کې د ښخ کړای شوي ماین د وروستۍ پیښې د یو شهید له وارث سره وکتل او یو ځل بیا یې د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب هغه ته څرګند کړل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، حاجي عبدالقدیر چې د روان کال د وري په میاشت کې د ارزګان ولایت د چارچینو په ولسوالۍ کې په سړک کې د ښخ کړای شوي ماین د چاودنې له امله یې د مصري ګل په نوم یوه لور شهیده او د سیف الرحمن، محمد صابر او نازیې په نومونو یې درې کمکي اولادونه ټپیان شول، د دغې پیښې د څرنګوالي په باب جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي حاجي عبدالقدیر ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې د څرګندولو په ترڅ کې، د دوه سوه پنځوسو زرو افغانیو نغدي مرسته چې د یو حکم په ترڅ کې یې منظوره کړې وه، نوموړي ته وسپارله.
د هېواد جمهوررئیس دغه راز اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه د دغې پیښې ټپیان چې دوه تنه یې په سترګو خورا زیات ژوبل شوي دي، د دولت په لګښت د هېواد په دننه او یا له هېواد څخه بهر تر درملنې لاندې ونیسي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته