کابل باختر د سلواغې نولسمه :
دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو عملياتو کې دداعش دډلې نهه ديرش تنه غړي ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې دځمکنيو او هوايي ځواکونو له خوا بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو نويو بريدونوکې ٣٩ تنه داعشيان وژل شوي دي .
ده وويل چې په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت داچين ، هسکې مينې ، دربابا ، غني خيلو او د روداتو په ولسواليو کې ددوى په سنګرونو کې بريدونه وشول .
درارسيدلو خبرونوله مخې، په دغو ځمکنيو او هوايي بريدونوکې دداعشيانو څو پټنځى او مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې ويجاړ شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه شنډه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان دننګرهار ولايت دهسکې مينې په ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلو ددوه ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل