امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٣ :
په  بغلان ولايت کې پرون اته تنه وسله وال طالبان  دامن اوعامه نظم دپوليسو    له ځواکونوسره په نښته کې  ووژل شول او دوولس تنه  نور ټپيان شول.
دامن اوعامه ظم دپوليسو دکنډک قوماندان باخترآژانس ته وويل :
دغه جګړې  چې د چهارشنبې تيپې په ساحه کې رامنځته شوې يرغلګر دامنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول  او دسردزيان په ورکولو سره تيښتې ته اړ شول.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ؛ په دې   جګړه کې د سيمې خلکو او  امنيتي ځواکونو ته زيان  نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته