ټولنه

افغانستان ته د ازبکستان برېښنا شپیته سلنه کمښت موندلی دی

کابل /دمرغومي ۲۲مه /باختر
ازبکستان له افغاني لوري سره له همغږۍ پرته افغانستان ته د خپلې صادراتي برېښنا کچه شپیته سلنه کمه کړې ده.
د باخترآژانس د خبر له مخې، د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولین وایي د ازبکستان د برېښنا مقامات د برېښنا کمښت د لیل په دغه هېواد کې تخنیکي ستونزې بولي.
هغوی وایي د ازبکستان د تیلي مرجان په استیشن کې تخنیکي ستونزه رامنځته شوې ده چې په پایله کې افغانستان ته د برېښنا په بهیر کې کمښت راغلی دی.
هغوی وایي چې د ستونزې د لرې کولو لپاره کار دوام لري او دغه ستونزه به له دوو تردریو ورځو پورې حل شي
دا په داسې حال کې ده چې له ازبکستان څخه د برېښنا د کمښت په دلیل د ۱۶ولایتونو برېښنا له نیمګړتیا سره مخ شوې ده او د پرچاوۍ ستونزه هم رامنځته شوې ده.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته