امنیت

په واټ کې دماين دچاودنې له امله درې تنه شهيدان اوشپږ تنه نورټپيان شول.

کابل  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٥ :
دارزګان ولايت په مربوطاتو کې  پرون دماين دچاودنې له امله  درې تنه ملکي وګړي  ووژل شول او شپږتنه نور ټپيان شول .
دارزګان  ولايت دامنيې قوماندانۍ  دمطبوعاتو آمر باختراژانس ته خبرورکړ:
ددغو کسانو دسپرلۍ موټر چې ددايکندي ولايت له ګيتي ولسوالۍ څخه  دقندهار ولايت ته روان  و  د دهراود ولسوالۍ دسرپل په ساحه کې په واټ کې په ښخ کړاي شوي ماين وخوت  او دهغې چاودنې له امله  چې وشوه  درې تنه يې شهيدان  اوشپږتنه نوريې ټپيان شول.
ويل کيږي  چې دپيښې ټپيان دامنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته ليږدول شوي دي او ددوو تنو ټپيانو حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته