امنیت

په پروان کې د غلا په تور يو تن ونيول شو

کابل باختر دلړم څليرويشتمه :
يو تن په پروان ولايت کې دپنځوپلورنځيو د مالونو دغلا په تور ونيول شو .
امنيتي مسوولين وايي: دغه سړي دوه ورځې مخکې دخپلو څلوروتنوشريکانوپه  همکارۍ دجبل السراج ولسوالۍ د بازار دپنځو پلورنځيولسګونه قلمه مالونه غلا کړي و .
دغه سړي چې غلاکړى شوي مالونه يې په کورکې پټ کړي؛ دپنجشنبې په ماښام د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .
دپروان د امنيې قوماندانۍ ويندوى محمد سليم باخترآژانس ته وويل: امنيتي ځواکونه بريالي شول د دغه سړي له کورڅخه ددغو پلورنځيو په لسګونه قلمه مالونه ترلاسه کړي.
ويل کيږي ددغه سړي له کور څخه په لسګونه بوري اوړه، وريجې، په لسګونه کارتنه غوړي او نور مالونه ترلاسه شوي دي .
دپروان د امنيتي مسوولينو دڅرګندونو له مخې: پوليس هلې ځلې کوي چې ددغو غلاو څلور تنه نور عاملين هم ونيسي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته