ټولنه

څه دپاسه ٨٠٠ کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر
په فراه کې پرون پر څه دپاسه ٨٠٠ کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
د فراه د والي وياند ناصر مهري باختر آژانس ته وويل چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست د فراه د سيمه ييزې ادارې په همکارۍ پر ٨٢٥ زيانمنو شويو کورنيو د فراه په مرکز کې وريجې، غوړي، بوره، لوبيا، مالګه او چاى ووېشل.
د مرستې د وېش په وخت کې د فراه والي، د ولايتي شورا غړي او د فراه له طبيعي پېښو سره د مبارزې او سکتوري رييسان حاضر وو.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته